دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / حضرت علي:له پاکستان څخه په سلګونه زره جعلي تذکرې راوړل شوې دي

حضرت علي:له پاکستان څخه په سلګونه زره جعلي تذکرې راوړل شوې دي

که پروسه همداسې روانه وي، نو په انتخاباتو به د خلکو بې باوري زياته شي او څوک به په راتلونکو انتخاباتو کې برخې اخیستو ته زړه ښه نه کړي

جلال اباد – په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حضرت علي وايي، له پاکستان څخه سلګونه زره جعلي تذکرې ننګرهار ته راوړل شوې دي.

نوموړي وړمه ورځ په جلال اباد ښار کې د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته د ځان نوماندولو پر مهال رسنيو ته وویل، چې ځان يې د ولسي جرګې کانديداتورۍ لپاره ثبت کړ؛ خو وايي، په دغه پروسه بيخي بې باوره دی، ځکه دولت پرې بيخي کنټرول نه لري.

هغه پر سټيکر لګولو هم نيوکه وکړه او هغه يې هم تر ډېره شفافه پروسه ياده نکړه . نوموړي ادعا وکړه، چې له پاکستانه جعلي تذکرې راځي او دلته پرې سټيکرې لګول کېږي.

حضرت علي سره دا اندېښنه ده که د جعلي تذکرو مخه ونه نيول شي؛ ښايي، يوازې جلال اباد ښار کې چې يو ميليون په شاوخوا کې نفوس لري، د درې ميليونه نه زياتې رايې ورکارول شي.خو حضرت علي په دې اړه اسناد او شواهد رسنيو ته وړاندې نه کړل.

د نوموړي په وينا، که پروسه همداسې روانه وي، نو د خلکو بې باوري به هم زياته شي او لرې نه ده، چې څوک په راتلونکو انتخاباتو کې برخې اخیستو ته زړه ښه نه کړي. خو په ننګرهار کې د ټاکنو د ولايتي کمېسيون مشر ذبيح الله وګړی وايي، چې دلته د انتخاباتو د نومليکنې پروسه په بشپړه روڼتيا روانه ده او هېڅ درغلي په کې موجود نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: