سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / پاکستان / حقاني وايي، پاکستان خپل ولس غولولی، خو نړۍ ته ګپ نه شي ورکولای

حقاني وايي، پاکستان خپل ولس غولولی، خو نړۍ ته ګپ نه شي ورکولای

په امریکې کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي، چې پاکستان په غلطه روان دی او اوس د خراب سیاست له وجې يې کابل بره او اسلام‌اباد مخ پر ښکته روان دی.
هغه دا هم ویلي، چې پر اشرف غني مو زور نه رسي، ځکه د تورخم دروازې بندول، مهاجرو او افغانانو ځورول مو هیڅ نتیجه ور نه کړه.
ده نیویارک ټایمز ته ویلي، د پاکستان له‌پاره همدومره کافي ده چې افغانان يې تولید نه کرکه کوي.
حسین زیاته کړې، چې په افغانستان له پنجابه کرکه په سلو کې سل سلنه ده او په تروریزم د افغانستان خپلول بیخي زړه شوې.
حقاني وايي، پاکستان خپل ولس غولولی، خو نړۍ ته ګپ نه شي ورکولای.
هغه په امريکې کې په يو شخصي مجلس کې ويلي دي:
پر افغانستان مو تورخم دروازه وتړله آيا ګټه يي وکړه؟
ده دا هم ویلي، چې تر يو ميليون ډير کډوال مو وشړل آيا افغانستان له ناورين سره مخ شو؟
حسین حقاني زیاته کړې، چې په افغانستان کې مو د نيابتي جګړې د دوام لپاره روس راښکيل کړ آيا د طالبانو محبوبيت زيات شو؟
بله يې دا ویلي، چې په اسلام‌اباد کې ميشتو ترهګرو ډلو وحشت ته زور ورکړ آيا د افغان ولس ارادې کمزورې شوې؟
هغه ویلي، چې محمد اشرف غني ان د نړۍ وال بانک له وخته مرکزي آسیا ډيره ښه مطالعه کړې، د پاکستان کمزوري ټکي ډير ښه ور معلوم دي.
د افغانستان ميوې يې تر اروپا ورسولې.
اخر کې يې ویلي، چې افغانستان اوس دومره پياوړی شوی، چې داعش، طالب او حقاني شبکه بېرته د پاکستان پر ضد استعمال کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: