شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / حماس وسلواله ډله اسرائيلو نه د فلسطینیانو د وینو بدل اخلي

حماس وسلواله ډله اسرائيلو نه د فلسطینیانو د وینو بدل اخلي

په فلسطین کې د حماس وسله والې ډلې اسرائيلو ته خبرداری ورکړی، چې د فلسطینیانو د وینې بدل به خامخا اخلي.

فلسطینیانو د تیرې جمعې په ورځ په ټول فلسطین کې د اسرائیلو غاصب دولت پرضد د «ځمکې د ورځې» په مناسبت د « بیرته ستنېدو» تر عنوان لاندې پراخ لاریونونه وکړل، چې د اسرائیلو پولیسو لخوا ورباندې ناتاره ګولۍ وه ویشتل شوې.

په دغو لاریونونو کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې ۱۷ تنه فلسطینیان وژل شوي او ۱۶۰۰ تنه نور ټپیان وو.

د حماس د مقاومت اسلامي غورځنګ د وژل شوو فلسطینیانو د خښولو په مراسمو کې اسرائیلو ته ګواښ کړی چې د فلسطینیانو وینه به بې ځایه ولاړه نه شي او اسرائیل به د خپل دغه عمل دروند قیمت پرېکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپايي ټولنې په ګډون ګڼو عربي او اسلامي هېوادونو د جمعې په ورځ په سوله ییزو فلسطیني لاریونوالو د اسرائیلي ځواکونو ډزې او بریدونه غندلي او دا کار یې د نړیوالو قوانینو او دیموکراتیکي اصولو ضد عمل بللی دی.

يوه تبصره

  1. stromectol 0.1 – cdc ivermectin ivermectin 10 ml

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *