سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / حنا رباني کهروایي افغانستان اوس دجنګسالارانو او وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی دی

حنا رباني کهروایي افغانستان اوس دجنګسالارانو او وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی دی

د پاکستان د بهرنیو جارو وزارت پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر ویلي چې، افغانستان د جنګسالارانو او وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی دی او په خبره یې د امریکا متحده ایالات اوس هڅه کوي د خپلې ټولې ملامتۍ پړه پر پاکستان واچوي. نوموړې له سې ان ان ټلویزیون سره د مرکې پر مهال وویل، پاکستان په افغانستان کې د موجوده واقعیتونو په اړه د غیر مسوولانه څرګندونو زغم نه لري. هغې زیاته کړې، جنګسالارانو په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړی او وسله وال طالبان هم پر افغان خاوره ډېر حاکمیت لري. اغلې کهر دا ادعا هم وکړه چې امریکایي ځواکونه د سولې د ټینګښت په موخه افغانستان ته نه دي راغلي بلکې، دوي غواړې چې د سیمې په کچه ګډودۍ رامنځته کړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو پر پاکستان له دې کبله فشارونه ډیر کړي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې امریکا ته دروغ ویلي او په خپله خاوره کې ترهګرو ته امن پټنځایونه ورکړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *