چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / پاکستان / حنیف اتمر:په افغانستان کې ۵۵زره پاکستانۍ ترهګر په جګړه بوخت دي

حنیف اتمر:په افغانستان کې ۵۵زره پاکستانۍ ترهګر په جګړه بوخت دي

د ملي امنیت شورا سلا کار حنیف اتمر په سعودي عربستان کې له یوې ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو تر ۵۵ زره ډېره وسله وال فعالیت کوي. نوموړي ویلي چې د طالب وسله والو شمېر د ۳۰ یا ۴۰ زرو کسانو ترمنځ دی، د ۶ یا ۷ زرو ترمنځ پاکستاني ترهګر هم په افغانستان کې دي، د سیمې د ترهګرو او افراطي ډلو ۲ یا ۳ زره ترهګر هم دلته دي، دداعش د غړو شمېر د ۳ یا ۴ زرو ترمنځ دی او د ۴ سوو په شاوخوا کې د القاعده شبکې غړي په افغانستان کې په جګړه بوخت دي. نوموړي ویلي چې ددې ټولو ډلو اصلي جرړې له پاکستانه اوبه څښي. هغه ویلي پر پاکستان غږ کوو، چې وسله والو ته دې د پټنځایونو له ورکولو ډډه وکړي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دې رښتینی شي. اتمر زیاته کړې، د سیمې استخباراتي ادارې، نړیوالې ترهګرې ډلې او نشه يي توکي په افغانستان کې د شته ترهګرو ډلو مالي سرچینې جوړوي. د اتمر په خبره سعودي عربستان ته یې د سفر موخه هم دا ده، څو په افغانستان کې د سولې او د جګړو د پای ته رسولو لپاره د اسلامي هېوادونو د رهبرانو همکاري وغواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: