جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / حنیف اتمر: افغانستان کې د پاکستان افراطې ډلې جنګیږي

حنیف اتمر: افغانستان کې د پاکستان افراطې ډلې جنګیږي

د افغانستان امنیتي سلاکار حنیف اتمر ویلي پاکستان په تګلاره کې څه مثبت بدلون نه دی راغلی او د افغان حکومت طالبانو سره امن په خبرو کې تر اوسه پورې دغه هیواد د کمک څه امادګي نه ده ښودلې.

د امریکا په واشنګټن ډي سي ښار کې د څېړنې یوې ادارې یو اېس ايي پي کې د وینا په وخت ښاغلي حنیف اتمر ویلي طالبانو د صدر غني امن وړاندیزباندې غور پیل کړی دی:
٫٫ دوي (طالبانو) په خپلو کې سلا مشورې پیل کړي خو د بده مرغه د سولې د وړاندیز وروسته هم په افغانستان کې په تشدد کې اضافه شوې ده.٬٬

حنیف اتمر ویلي د امن پروسې د کامیابۍ لپاره ضروري ده چې د طالبانو پناه ځایونه او مالي مرستې ختمې شي: ٫٫په طالبانو کې به د روغې جوړې مخالفین تر هغې موجود وي تر څو چې په پاکستان کې د ترهګرو پټې ځالې موجودې وي او د نشي توکو د قاچاق پېسې دوي ته ترلاسه کیږي.٬٬

حنیف اتمر ویلي پاکستان د افغانستان طالبانو ته د امن وړاندیز هرکلی کړی او کابل اوس د اسلام اباد سره په تماس کې دی، چې د سولې پروسې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

حنیف اتمر ویلي په افغانستان کې دا وخت څلور لوې نړیوالې او ځايي ترهګرې ډلې لاس وهي: ٫٫ په پاکستاني ترهګرې ډلو کې لشکر طېبه، تحریک طالبان او جېش محمد، په سیمه ایزه ډلو کې ترکستان اسلامي مومنټ او اسلامک مومنټ اف ازبکستان او په نړیوالو ډلو کې داعش او القاعده په افغان خاوره جنګیږي.٬٬

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د سویلي اسیا د تګلارې په اړه حنیف اتمر زیاته کړې: ٫٫ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د سویلي اسیا لپاره سټراټیجي کامیابه ده، د طالبانو تشدد يې تمبولی او د امن خبرو لپاره يې حالات برابر کړي.٬٬

حنیف اتمر په خپلو خبرو کې د طالبانو د قطر دفتر په رول پوښتنې راپورته کړي او وویل که دغه دفتر په امن کې رول نه شي لوبولی نو د جګړې مشرۍ ته به يې هم نه پریږدو.

که څه هم د افغانستان د امنیتي چارو سلاکار د کوم یو هیواد نامه یاده نه کړه خو دا پوښتنه يې راپورته کړه چې سیمه ایزو هیوادونه په افغانستان کې د امن خبره کوي خو په دې موافقه نه دي چې د ترهګرو پر ضد جګړه په څه ډول وشي.
ده ویل ګاونډي هیوادونه د خپلو ګټو لپاره د ښه او بد طالبانو توپیر اوس هم کوي.

د چین په اړه حنیف اتمر وویل دغه هیواد د افغانستان په امن کې اقتصادي او امنیتي ګټې لري او مونږه تیار یو چې بیجنګ سره خپلې اړېکې نورې هم ټېنګې کړو.

د افغانستان امنیتي سلاکار حنیف اتمر واشنګټن ته په دوه ورځني سفر دی او امریکايي چارواکو سره افغانستان کې د امن او په نورو یو شمیر موضوعاتو خبرې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: