شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / حکمتيار او محقق په ارګ کې لفظي شخړه کړې

حکمتيار او محقق په ارګ کې لفظي شخړه کړې

سپوږمۍ راډيو د راپور له مخې ارګ څخه د يوې موثقې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې تيره ورځ په ارګ کې د جهادي رهبرانو د غونډې پر مهال د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار او د اجرايه رياست دويم مرستيال محمد محقق لفظي شخړه وکړه، نوموړو دواړو له هغه وروسته يو بل ته سپکې سپورې وويلې کله چې محمد محقق د نويو تذکرو د ويش په اړه توندې نيوکې وکړې، ورپسې حکمتيار د محقق پر وړاندې جدي دريځ نيولی او ويلي چې نور د زور زياتي او پټکو وخت تير او ولسمشر بايد له خپلې پريکړې پر شا نه شي د حکمتيار له دې خبرو وروسته د دواړو لورو تر منځ خبرې نورې هم جدي شوې او محقق په نيمايي کې غونډه پرې ايښې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: