پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / افغانستان / حکمتيار: که شپني عملیات دوام وکړي، خلک به عمومي پاڅون ته مجبور شي

حکمتيار: که شپني عملیات دوام وکړي، خلک به عمومي پاڅون ته مجبور شي

حکمتيار وایي، که شپني عملیات دوام وکړي، خلک به عمومي پاڅون ته مجبور شي. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دغه څرګندونې نن په کابل کې د یو شمېر سیمو له مشرانو سره په کتنه کې کړې دي. ده وويل، د هېواد په ګڼ شمېر برخو کې د شپې له لوري داسې وحشيانه عمليات ترسره شوي چې ګڼ شمېر بې ګناه خلک په کې وژل شوي دي، خو چارواکي يې په اړه بې خبري ښيي او وايي چې دا د يوې ځانګړې ګډې قطعې له خوا چې د بهرنيانو په لاس کې ده، ترسره کېږي، دوى پر عملياتو نه خبرېږي او په خپل سر عمليات کوي. هغه د دې ډول عملياتو ترسره کوونکي داعشیان وبلل او زیاته یې کړه، که داسې وي، نو هغه څوک چې په ښارونو کې چاودنې کوي، هغوى مه ملامتوئ، هغوى هم ستاسو په څېر د خپلو وحشيانه عملياتو لپاره توجيه وړاندې کولاى شي. نوموړي دغه عمليات پر کلکه وغندل او او ويې ويل چې ټولو لورو ته وايي چې دا به ناوړه پايلې ولري. نوموړي د رڼو ټاکنو پر تر سره کېدو هم ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *