سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / حکمتیار:طالبانو ته دي د افغانستان ځېنې سېمې په واک کې ورکړل شي

حکمتیار:طالبانو ته دي د افغانستان ځېنې سېمې په واک کې ورکړل شي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له نیویارک ټایمز سره په خپله تازه مرکې ویلي، چې له طالبانو سره دې د سولې په موخه دې هغوی ته ځېنې ولایتونه په واک کې ورکړل شي او له هغه ځایه دې ټول بهرني او دولتي ځواکونه وویستل شي.
حکمتیار ویلي، باید دغه سیمو ته د صلح ولایتونو نوم ورکړل شي او هیڅوک په کې د لاس وهنې حق ونه لري، ترڅو طالبان په آرامه فضاء کې له حکومت سره د سولې خبرو په اړه خپل پلانونه تنظیم کړي.
هغه ویلي، چې په دې اړه یې له ولسمشر غني سره هم خبرې کړي او هغه هم ورسره منلې ده.
حکمتیار زیاتوي، د سولې راتلو لپاره باید طالبانو ته امن سیمې په واک کې ورکړل شي، ځکه د نوموړي په خبره د جګړې په ډګر کې سوله امکان نه لري.
هغه واېي، سوله د افغانانو هیله ده او د جګړې له منځه وړل د حکومت او وسله والو طالبانو مسئولیت دی.
په دغه مرکه کې حکمتیار یوځل بیا ټینګار کړی، چې باید افغانان په خپلو سره کیني او د جګړې د خاتمې لپاره یوه حل لاره وسنجوي.
دا لومړی ځل نه دی چې وسله والو طالبانو ته د څو ولایتونو د سپارلو وړاندیز کیږي، تردې وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې هم امریکاېي چارواکو طالبانو ته په پټه د افغانستان د سویلي او لویدځو ولایتونو د واک سپارلو وړاندیز کړی ؤ، کوم چې دطالبانو لخوا رد شوی ؤ.
طالبانو د سولې مذاکراتو د پیل لپاره د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل د لومړني شرط په توګه وړاندې کوي، ځکه د طالبانو په خبره د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې د سولې مذاکرات هیڅ ګټه نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *