سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / حکمتیار: افغان حکومت بلواکه دی ډیری تصمیمونه بهرنان نیسي

حکمتیار: افغان حکومت بلواکه دی ډیری تصمیمونه بهرنان نیسي

ګلبدین حکمتیار وایي، افغان حکومت خورا ضعیف دی او ډیری تصمیمونه خپله بهرنیان نیسي. نوموړي یادې څرګندونې په کابل کې له یوې رسنۍ سره د مرکې پر مهال کړې دي. د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په خپلو خبرو کې، بهرني ځواکونه اصلي تصمیم نیونکي وبلل او زیاته یې کړه، افغان حکومت خورا ضعیف دی او د هېواد په ډېریو چارو کې تصامیم بهرنیان نیسي. نوموړي دغه راز د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ته په خطاب کې ویلي، که وړتیا لري نو د ارګ پر ځای دې د چمتال ولسوالي له وسله والو طالبانو ونیسي. نوموړی یادې څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجراییه رییس عطا محمد نور څه موده وړاندې حکومت ته ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل، چې که بهرنیان مداخله ونه کړي نو په درېو ورځو کې به ارګ تر خپل واک لاندې راولي. حکمتیار ویلي، ښاغلی نور د یوې ولسوالۍ د نیولو وړتیا نه لري، ارګ خو لویه خبره ده. نوموړي دغه راز د خپلو خبرو پر دوام د ولسي جرګې ټاکنې هم مسخره بللې او په خبره یې پایلو ته یې هیڅ خوشبین نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: