یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / حکمتیار: د کابل اوسنی حکومت مطلق ناکام دی

حکمتیار: د کابل اوسنی حکومت مطلق ناکام دی

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د ولسمشر غني په مشرۍ اوسنی حکومت مطلق ناکام دی. نوموړي یادې څرګندونې نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې کړې دي. هغه دغه راز ویلي، چې ولسمشر غني ورسره ژمنه کړې، چې په ټاکنو کې به د حزبونو ونډه په پام کې نیسي. حکمتیار زیاته کړې، چې هیڅوک حق نه لري احزاب نفي وګڼي. نوموړي که څه هم د چا نوم وا نخیست خو څرګنده یې کړه، چې په افغانستان کې د بحران د حل لپاره د هغه چا ملګرتیا ته هم چمتو دی چې پخوا یې ورسره جګړه کړې. حکمتيار د يو شمير سياستوالو له خوا د موقت حکومت جوړيدو له وړانديز سره هم مخالفت وکړ او ويې ويل اوسنی حکومت هم موقت دی او کمه موده يې پاتې بايد خپل وخت پوره کړي ،نوموړي د ټاکنو اوسني بهیر ته په اشارې ویلي، چې که د ټاکنو پروسه همداسې روانه وي، نو بغاوتونه به پیل شي. هغه د غني هغه ادعا هم دروغ وبلله، چې وایي په ټاکنو کې ۸میلیونه او ۶سوه زره کسانو نوم لیکنه کړې. د ده په وینا په دې پروسه کې تر اوسه یواځې درې میلیونه او ۶۰۰زره کسانو نوم لیکنه کړې ده. حکمتیار د پېژندپاڼو په اړه راټوکېدلو وروستیو جنجالونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې که څوک په پېژندپاڼو کې د افغان هویت مخالف وي، تذکرې دې نه اخلي. نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې یوې خبرې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې افغانستان کې موجود سیاسي احزاب د افغانستان د تېرو ناخوالو یواځینی لامل دی او دوی باید په دې اړه ملت ته ځواب ووایي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *