دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / حکمتیار: ولسمشریزو ټاکنو ته تر اوسه نوماند نه لرو

حکمتیار: ولسمشریزو ټاکنو ته تر اوسه نوماند نه لرو

حکمتیار وایي دوی په ولسمشریزو ټاکنو کې تر اوسه له هیچا هم ملاتړ نه دی کړی او له مشورو وروسته به په دې اړه پرېکړه وکړي. د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار نن په کابل د علماوو یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې ولسمشریزو ټاکنو ته د درېدو لپاره د دوی او خپله د حزب په منځ کې له سلا مشورو وروسته به پرېکړه وکړي چې څوک ولسمشریزو ټاکنو ته دروي او که له کوم بل حزب سره په ګډه راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ورکوي. هغه دغه راز د خپلو خبرو پر دوام په هېواد کې پر ځینو رسنیو هم نیوکه وکړه، چې په خبره یې د پردۍ ژبې له ټرمینالوژۍ په ګټه اخیستنې خپله ژبه د نورو هغو تر تاثیر او اغیز لاندې راولي. نوموړي دغه راز وویل چې په هېواد کې ډیری ټلویزیوني شبکې او ایف ایم راډیوګانې د پردیو هېوادونو د ګټو لپاره فعالیت کوي، چې دا کار د هېوادوالو تر منځ دروزنه پیدا کوي او هېواد د ځان ځانۍ کندې ته ټېل وهي. نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې علما د هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې رغنده رول لري او هر هغه څوک چې د دوی په خوښه ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسېږي باید د دوی ټولو غوښتنو ته ځواب ویونکی او مسوول اوسي. حکمتیار یو ځل بیا حکومت په بې کفایتۍ تورن کړ او زیاته یې کړه، چې پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی او خلک یې ناراضه کړي دي.

7 تبصرې

  1. These are really fantastic ideas in about blogging.

    You have touched some nice factors here. Any way keep up wrinting.

  2. What’s Taking place i am new to this, I stumbled upon this I have found It absolutely helpful and it has helped
    me out loads. I am hoping to give a contribution & assist other users like its helped
    me. Great job.

  3. Ahaa, its fastidious conversation concerning this piece
    of writing here at this blog, I have read all that, so now me also commenting here.
    34pIoq5 cheap flights

  4. This design is steller! You definitely know how to keep a reader entertained.
    Between your wit and your videos, I was almost moved to start my own blog (well, almost…HaHa!) Great job.
    I really loved what you had to say, and more than that, how you
    presented it. Too cool!

  5. I was suggested this website by my cousin. I am not sure whether this post
    is written by him as nobody else know such detailed about my problem.
    You’re incredible! Thanks! 31muvXS cheap flights

  6. Good post. I learn something totally new and challenging on blogs I stumbleupon every day.
    It will always be exciting to read content from other writers and practice something from other sites.

  7. What’s up i am kavin, its my first occasion to commenting anyplace,
    when i read this article i thought i could also create comment due
    to this brilliant paragraph.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *