یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / حیرتانو بندر کې نښته شوې ده

حیرتانو بندر کې نښته شوې ده

بلخ کې د حیرتان بندر د چارواکو تر منځ نښته کې يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. ياده نښته پرون ماښام ۷ بجې رامنځته شوې ده، چې يو نيم ساعت يې دوام درلود. که څه هم د بلخ سيمه ييز مسوولين په دې تړاو له رسنيو سره له خبرو کولو ډډه کوي خو ویل کېږي، چې دغه نښته د حيرتان بندر د سرحدي پوليسو د کمېسار او د ياد بندر د امنيت د رييس د ساتونکو ترمنځ شوې ده. یوې سرچينې پژواک ته ويلي، چې د حيرتان بندر د کمېسار او د امنيت د رييس ترمنځ هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې کله د کمېسار شخصي مرمۍ ضد موټر د امنيت د رياست له مخې د تېرېدو په حال کې وو. تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل نه دی رسنيز شوی. کمېسار حبيب الله ګذر په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو د استازي امان الله ګذر زوی دی او د حيرتان بندر د امنيت رييس سعيد محمد نور د جمعيت ګوند د اجرائيوي رييس عطامحمد نور وراره دی. د بلخ ولايت مقام، د بلخ امنيه قومانداني، د حيرتان بندر ښاري رياست او بلخ کې سرحدي پوليس په دې تړاو له خبرې کولو ډډه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *