شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / خاقان عباسي: افغان حکومت مې وړاندیز ومنل، طالبانو سره بیا خبرې پیلوي

خاقان عباسي: افغان حکومت مې وړاندیز ومنل، طالبانو سره بیا خبرې پیلوي

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي وایي افغان حکومت یې له طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیل وړاندیز منلی دی. عباسي چې پرون له افغان حکومت سره خبرو لپاره، د ولسمشر غني په بلنه کابل ته راغلی وو وویل، جګړه د حل لاره نه ده او د دې اوږدې جګړې د حل لپاره باید پر مزاکراتو تمرکز ډېر کړل شي. پاکستان وسله والو طالبانو ته د سولې خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت وړاندیز هم ستایلی دی. که څه هم طالبانو د افغان حکومت وړاندیز ته رسمي او غوڅ غبرګون نه دی ښودلی خو ټینګار یې کړی چې غواړي لومړی له امریکا سره خبرې وکړي. ۲۰۱۵ کال کې پاکستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو کوربه وو، خو د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې له اعلانه وروسته یادې خبرې بې پایلې پایته ورسېدې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *