په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د ننګرهار ولایت په ده بالا ولسوالی کې هوایي برید ترسره کړی چې له امله یې د داعش درې تنه ماین خښوونکي وژل شوي دي.
په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د داعش تروریستي ډلې ۳ تنه ماین خښوونکو تېره ورځ د ننګرهارولایت ده بالا ولسوالی د پاپين په سیمه کې یوه ماین ځای پرځای کاوه چې همزمان ورباندې د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې یې یا دماین خښوونکي وژل شوي دي .
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د بشري حقونو په یوه ځانګړي رپوټ کې چې څو ورځې مخکې خپور شو، وایې چې دولتي ضد عناصر باید په هغو سیمو کې چې ملکیان اوسیږي، د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو بې توپیره او نامناسبه کارونه ژر تر ژره بنده کړي.
”د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو د قصدي او بې توپیره کارونې له امله افغان ملکي وګړو ته د زیانونو زیاتوالی“ تر عنوان لاندېدغه ځانګړی رپوټ د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د سپټمبر تر دیرشمې د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې چټک زیاتوالی مستند کړی، چې د جګړې له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې نږدې نیمایي برخه جوړوي.