سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ختیځ ننګرهار کې د داعش ډلې یو قاضي وژل شوی دی

ختیځ ننګرهار کې د داعش ډلې یو قاضي وژل شوی دی

ننګرهار ولایت په اچین ولسوالی کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د داعشیانو نومول شوی قاضي په ګډون ګڼ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د اچين ولسوالۍ اړوند د باندر په جمال خيلو، ديوانه بابا، کنډرو او چنار کلي کې د ملي امنيت ځانګړې ځواکونو عمليآت کړي، چې په ترڅ کې يې د دولس داعش وسله والو وژل کېدو ترڅنګ د دوی څلور مرکزونه لمنځه وړل شوي

خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شويو کې د داعش ډلې يو مهم قومندان او قاضي ولي الله منصور مشهور په ياسر هم وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د خبرپاڼې له مخې، د عملیاتو په ترڅ کې د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملياتو پرمهال ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيآن ندی اوښتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: