دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ختیځ ننګرهار کې ۲۰۰ داعش جنګیالي وژل شوي دي

ختیځ ننګرهار کې ۲۰۰ داعش جنګیالي وژل شوي دي

د ننګرهار چارواکي وايي، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش شا او خوا ٢٠٠ غړي وژل شوي دي.

د داعش دغه وسله وال په هغو پوځي عملياتو کې وژل شوي چې له نږدې ٥٠ ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې روان دي.

د والي وياند عطا الله خوګياڼي ازادي راډيو ته وويل چې د دغو عملياتو رهبري د افغان پوځيانو په لاس کې ده، خو بهرني ځواکونه يې هوايي ملاتړ کوي.

هغه د تلفاتو په اړه وويل:

“د داعش د ٢٠٠ په شا و خوا کې وسله وال وژل شوي، د دوى مهم غړي هم کې شامل دي او زيات يې بهرني اتباع دي، د بهرنيو ځواکونو په مرسته د امنيتي قواوو پوځي عمليات په هغو سيمو کې روان دي چې داعش وسله وال په کې حضور لري.”

د ننګرهار د والي وياند وايي د دغو عملياتو پر مهال د داعش د سوق او ادارې څو مهم مرکزونه ويجاړ کړل شوي او ١١ کلي له دغو افراطي وسله والو تصفيه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *