شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش ډلې ۵غړي وژل شوي دي

ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش ډلې ۵غړي وژل شوي دي

د ننګرهار ولایت په ده بالا ولسوالی کې د افغان کومانډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د داعش پنځه غړي وژل شوي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د کوماڼدو ځواکونو د عملیاتو او د هوایي بریدونو په ترڅ کې د داعش پنځه غړي د ده بالا ولسوالی په چهار وازی او نړی اوبه په سیمو کې وژل شوي دي.

د سیلاب قول اردو په وینا، په دغو عملیاتو کې د مهماتو درې ډیپوګانې او د اعاشوې موادو یوه ډیپو هم لمنځه تللي دي.

د چارواکو په وینا، په دغو عملیاتو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دولت ضد وسله والې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیلاب قول اردو د جمعې په ورځ وویل، چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو هم د داعشیانو پر یوه پټنځای هوایي برید ترسره کړي.

د سرچینې په وینا، په غه هوایي برید کې چې د اچین ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوه په ترڅ کې د داش یوه غړی وژل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: