یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ختیځ ولایت ننګرهار کې ګڼ شمیر داعش وسلوال وژل شوي دي

ختیځ ولایت ننګرهار کې ګڼ شمیر داعش وسلوال وژل شوي دي

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملياتو په مهال پنځه داعش وسله وال وژلي او د وسلو يوه زېرمه يې ورته له منځه وړې ده.

په ختيځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ په چار وازۍ او نرۍ اوبو سيمه کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې د داعش وسله والو د وسلو يوه لويه ډيپو هم له منځه وړل شوې ده.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: