د کونړ امنیتي مسؤلین وايي، په چپې درې ولسوالۍ کې چاودنې ۲داعش وسلهوال وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې پورې تړلو وسلهوالو باندې د چپې درې ولسوالۍ اړوند د دیګل سیمه کې خپل ماین چاودېدلی چې پهکې دوه تنه وژل شوي او دوه ټپیان دي.تر اوسه یادې ډلې د شوې چاودنې په اړه څه نهدي ویلي.