یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ختېځ ولایت ننګرهار کې تنکي ځوانان د لوڅو فلمونو په لیدو روږدي شوي دي

ختېځ ولایت ننګرهار کې تنکي ځوانان د لوڅو فلمونو په لیدو روږدي شوي دي

د سولې او جګړې انسټیټوټ په یوه مقاله کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د لوڅو فلمونو د خرڅلاو کچه لوړه ښوودلې ده. د دې انسټیټوټ د یوې مقالې له مخې په جلال اباد ښار کې د دې فلمونو پلورونکي په یوه فلم کې لږ تر لږه یو ډالر ګټه کوي. د مقالې لیکوال محفوظ الحق په جلال اباد کې له ځينو دوکاندرانو سره غږېدلی، چې هغوی ورسره د نوم نه خپرېدو په شرط خبرې کړې دي. یو دوکاندار ورته د دې فلمونو د اخیستونکو د عمر کچه له ۱۰ تر ۲۰ کلونو ښوودلې او په وينا يې ډېری نوي ځوانان دغه فلمونه اخلي. دوکاندار وايي چې پخواني فلمونه لږ تر لږه په یو ډالر پلوري خو بازار ته نوي راغلي فلمونه بیا تر دې هم په لوړه بیه خرڅېږي. د مقالې لیکوال لیکي، ځينو کتونکو ورته ویلي، چې دوی د دې فلمونو معتاد شوي، چې ويې نه ګوري خوب نه شي کولی. د ننګرهار ولایت چاراکو سرچینې ته ويلي، دوی به د دې فلمونو له خرڅوونکو سره قانوني چلند وکړي. تر دې وړاندې په پلازمېنه کابل کې هم ځینو بهرنیو رسنیو پر دې موضوع راپورونه برابر کړي، چې د لوڅو فلمونو ډېری کتونکي ماشومان او نوي ځوانان دي. د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر نامحرمو د جنسي تېريو یو علت د دې فلمونو ازاد بازار بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: