پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / ختېځ ولایت ننګرهار او په اړونده ولسوالیو کې د موټر سایکل په ګرځیدو بندیز ولګیده

ختېځ ولایت ننګرهار او په اړونده ولسوالیو کې د موټر سایکل په ګرځیدو بندیز ولګیده

ننګرهار نظامي شورا په جلال اباد ښار او ښار ته نږدې ولسوالیو کې پر موټر سایکلونو د ګرځیدو د بندیز پرېکړه وکړه .
د ننګرهار نظامي شورا د یوې ځآنګړې ناستې په ترڅ کې د امنیتي ننګونو د مخنیوي په موخه پرېکړه وکړه،چې سر له شنبې به په جلال اباد ښار او ښار ته نږدې ولسواليو کې هیڅ دول موټر سایکل ګرخیدو ته اجازه ورنکړي .
یاده غونډه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د جمعې په ورځ جوړه شوې وه،په کې د ولایت سرپرست مرستیال او مستوفي عبدالله رقیبي،امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي،د ملي امنیت رئیس تورنجنرال طاهر مومند، ولایت مقام د دفتر رئیس انجینر فرید ناصرزي او یو شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د ټولټاکنو په موخه د نوم لیکنې او ثبتونې د مرکزونو د خوندي امنیت ساتلو،په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د لا زیاتو امنیتي تدابیرو د نیولو او یو شمیر نورو موضوعاتو سربېره په جلال اباد ښار کې پر هر ډول موټر سایکلو د ګرځیدو د بندیز پرېکړه وشوه.
د دې پرېکړې له مخې د امنیتي ننګونو د مخنیوي په موخه له شنبې وروسته هیڅوک نشي کولای،چې په جلال اباد ښار او ښار ته نږدې ولسوالیو کې پر اسناد لرونکو او غېرې اسناد لرونکو موټر سایکلونو وګرځیږي او له سرغړونکو سره به تر ټولو سخت قانوني چلند ترسره شي .
د ننګرهار نظامي شورا وروسته له هغې په جلال اباد ښار او څېرمه ولسوالیو کې پر موټر سایکلونو د ګرځیدو د بندیز پرېکړه وکړه،چې په وروستیو کې وسلوالو له موټر سایکلونو څخه په ګټې اخیستنې یو شمیر تخریبي کړنې ترسره کړې .
د نظامي شورا په غونډه کې پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې او پرېکړې وشوې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *