سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ختېځ ولایت ننګرهار کې د حج او اوقافو ریس په سرتیري برید کې وژل شوی دی

ختېځ ولایت ننګرهار کې د حج او اوقافو ریس په سرتیري برید کې وژل شوی دی

د ننګرهار ولايت د حج او اوقافو رييس په يوه سرتيري بريد کې ووژل شو. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې نن ماسپښين درې بجې يوه سرتيري بريدګر پر مولوي عبدالظاهر حقاني بريد کړی دی، په دغه بريد کې مولوي حقاني او د هغه موټر چلوونکی وژل شوي او يو شمېر نور کسان ټپيان دي. د خوږياڼي په وينا دا پېښه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې شوی دی.

مولوي حقاني په رسمي او غیر رسمي غونډو کې د حکومت په پلوي او د مخالفينو پر ضد څرګندونو کې مشهور و او د حکومت پر ضد روانه جګړه يې ناروا بلله. تر اوسه د دې بريد مسؤوليت چا نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *