ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ هزار ناو سيمه کې د فولاد په نوم يو وسله وال طالب، چې د تورخم جلال اباد په لويه لار او يو شمېر نورو ولسواليو کې يې تخريبي کړنې تر سره کولې د خپل يو ميل ار پي جي وسلې سره سولې بهير سره يو ځای شو.
نوموړي په خپلو تېرو کړنو پښيماني ښودلې او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به د هېواد په زيان نه؛ بلکې د هېواد په ګټه فعاليت وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په روانه اوونۍ کې دوه نور وسله وال طالبان هم سولې بهير سره يو ځای شوي دي.
