شنبه , مې 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ختېځ ولایت ننګرهار کې ۷پاکستاني وسلوال وژل شوي دي

ختېځ ولایت ننګرهار کې ۷پاکستاني وسلوال وژل شوي دي

چارواکي د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ بېلې سیمه کې د وسله والو پر پټنځایونو ځانګړي عملیات کړي چې په پایله کې یې د اوه پاکستانیو، او پنځه سرګروپانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون نولس وسله وال وژل شوي دي.
د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په دغو څو ساعته ځانګړو عملیاتو کې یې نولس وژلي او اته وسله وال یې ژوندي نیولي دي.
نوموړي وویل په وژل شویو کې د ارشاد‌، شمالي، قاري جنت چې په قاري عمر مشهور دی او همدا شان د ثاقب او اپریدي په نومونو قوماندان هم شامل دي.
نوموړي وویل چې په عملیاتو کې پنځه میله پیکا، څلور راکټې، نهه کلاشنکوفونه او ګڼ مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه د بېلې سیمه کې سختې ‌‌‌‌‌‌ډزې وې، خو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: