پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / ختېځ کې امریکایي او افغان ځواکونو ته درانه تلفات اوښتې دي

ختېځ کې امریکایي او افغان ځواکونو ته درانه تلفات اوښتې دي

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایی، د افغانستان په ختېځ کې له ترهګرو سره د نښتې په ترڅ کې امریکایي او افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غوڅ ملاتړ ماموریت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د نښتې په ترڅ کې یوه امریکایي سرتیری وژل شول شوی او یو بل ټپي دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه نښته کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ګڼ شمېر منسوبین هم وژل شوي او یا هم ټپیان دي.

د نښتې ځای په اړه د ناټو په خبرپاڼه کې څه نه دي ویل شوي خو افغان او امریکایي ځواکونه اکثراً د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د داعشیانو او طالبانو پر وړاندې په عملیاتو بوخت دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا د پسرلني عملیاتو له پیل څخه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سخت نښتې روانې دي.

وسله والو طالبانو تېره اوونی د پسرلني عملیاتو د پیل په اړه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د عملیاتو په ترڅ کې به د افغان او بهرنیو ځواکونو او حکومت پر وړاندې خپل بریدونو ته زور ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *