پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / خواجه آصف: دا ځل د روسیې او امریکا ترمنځ سړه جګړه په افغانستان کې نښلي

خواجه آصف: دا ځل د روسیې او امریکا ترمنځ سړه جګړه په افغانستان کې نښلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف ویلي چې ښايي د امریکا او روسیې ترمنځ سړه جګړه ونښلي او دا جګړه به په افغانستان کې پيل کېږي. هغه ویلي، شواهد داسې څرګندوي چې امریکا او روسیه سړې جګړې ته نږدې کېږي خو پاکستان له دې جګړې په امان دی. نوموړي زیاته کړې چې پاکستان په تېرو ۴۰ کلونو کې د جګړو ډګر و، خو له دې وروسته به نه وي. خواجه آصف ویلي که د روسیې او امریکا ترمنځ سړه جګړه پيل کېږي نو پاکستان به بې طرفه وي او له دې وروسته پاکستان نه غواړي چې د هېڅ هېواد د جګړې قرباني شي. د خواجه آصف په خبره له ترهګرۍ سره په مبارزه کې جدي دي او د پاکستان د امنیت لپاره به ټول حکومت هڅه کوي. نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې روسیه امریکا په افغانستان کې دداعش په ملاتړ خو امریکا بیا روسیه دلته د طالبانو په ملاتړ تورنوي. افغان حکومت په دې منځ کې د افغانستان په اړه ددې دواړو هېوادونو پر لفظي شخړو پټه خوله دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *