پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / خوست: د حقاني شبکې دوه هم غړي نیول شوي

خوست: د حقاني شبکې دوه هم غړي نیول شوي

د لوګر ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز پل علم کې د حقاني شبکې دوه غړي، چې د جنګيدونکو طالبانو لپاره يې وسلې او نور جنګي مهمات برابرول، ځانګړو ځواکونو د عملياتو پرمهال نيولي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي امريکاغږ ته وويل، چې دغه نيول شوي کسان، ملا ملتان او بل ملا سيف الله نومېږي او د خوست ولايت اوسېدونکي دي.

هغه وويل معلومات ښيي چې دوی په سعودي عربستان کې د حقاني شبکې لپاره پيسې راټولولې او بيا يې په جنوب ختيځو ولايتونو کې وسله والو طالبانو ته پرې اکمالات کول.

تر اوسه وسله والو طالبانو په ځانګړې توګه حقاني شبکې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *