شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / خوست والي:د احمد شاه خبریال قاتلان مو نیولي

خوست والي:د احمد شاه خبریال قاتلان مو نیولي

تیره یکشنبه د خوست ښار د یعقبیو په جومات کې په برید کې اوولس تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي وو.د خوست والي حکم خان حبيبي وايي چې په دغه ولايت کې د بي بي سي سمیه ییز خبريال احمدشاه په وژلو او د يعقوبيو اډې پرجومات په بمي بريد کې ښکېل کسان نيول شوي دي.والي حکم خان حبیبي، چې نن پنجشنبې په ورځ يې په خوست کې د ټاکنو لپاره نوم لیکنې ته د خلکو د هڅولو يوې غونډې ته خبرې کولې، وویل، چې د دواړو پېښو عاملين د امنيتي ځواکونو په پلټونکو عملياتو کې نيول شوي دي.والي حبيبي د دغو نيول شويو کسانو په اړه ډېر جزئيات ور نه کړل خو زياته يې کړه چې د يادو شويو دواړو پېښو د دغو عاملينو دوسيې به تر لومړنيو تحقيقاتو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري.دا په داسې حال کې ده، چې د احمدشاه تر وژلو وروسته د پکتيا او خوست خبريالانو ولايتي ادارې ته يوه اوونۍ وخت ورکړی و چې د احمدشاه په وژلو کې ښکېل کسان تشخيص او د عدالت منګولو ته وسپاري.احمدشاه چې د تېر يو کال راهيسې يې په سوېل ختيځو ولايتونو کې د بي بي سي راډيو او تلويزيون لپاره د خبريال په توګه کار کاوه، تېره اوونۍ د دوو موټر سايکل سپورو له لوري په یو وسله وال برید کې ووژل شو.په ورته وخت کې د خوست ښار د يعقوبیو اډې په جومات کې د رايې ورکوونکو د نوم ثبتونې پر يوه مرکز بمي بريد کې چې د يکشنبې په ورځ وشو، لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان شوي وو.تر اوسه ظاهراً د دواړو پېښو مسووليت کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخيستی، خو والي حکم خان حبيبي وايي چې په دې اړه به نور معلومات له نيول شويو کسانو څخه د تحقيقاتو په نتيجه کې څرګند شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: