په خوست ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي، د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ځاځي میدان ولسوالی په اږدو کې د نښتې په ترڅ کې دوه تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور یې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې د افغان پوځیانو او پاکستان پوځ اړوند ملېشو ځواکونو ترمنځ نښتې نن سهار د جنډوغر او نازوغر په سیمو کې پیل شوه.
یوه امنیتي سرچینه تائید کړه، چې د نښتې په ترڅ کې د افغان لوري هم یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
په همدې حال کې راپورونه ښیي چې د نښتې په ترڅ کې د سرحدي ځواکونو یوه سرتېري او یو ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
د خوست امنیه قومانداني سرپرست عبدالحنان له دې وړاندې ویلي وو، نښتې هغه مهال پیل شوه کله چې پاکستاني پوځیانو غوښتل له ډیورنډ کرښې دې غاړې ته پرمختګ وکړي چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت شره مخ شول.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځیانو له څو میاشتو راهیسې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په سرغړونو لاس پوري کوي.