پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / خوست کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته روانه ده

خوست کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته روانه ده

د خوست امنيتي چارواکو خبر ورکړی دی، چې د دې ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته روانه ده. ويل کېږي چې ځايي عامو افغانانو هم دې جګړه کې ونډه اخيستې ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې نښته هغه مهال پيل شوه، چې پاکستاني ځواکونو غوښتل له ډېورنډ کرښې را تېر شي.

د خوست د امنيه قوماندانۍ سرپرست عبدالحنان هم بي بي سي سره خبرو کې د جګړې د پخلي تر څنګ ويلي، چې پاکستاني ځواکونو له ډېورنډ کرښې د راتېرېدو کوښښ کاوه، چې د ځايي خلکو له غبرګون سره مخ شول، خو پاکستاني ځواکونو د افغان ځواکونو پر پوسته ډزې وکړې.

هغه د جنډو او خون سيمې هغه ځايونه ياد کړي چې پاکستاني ځواکونو غوښتل، وړاندې په کې ولاړ شي، خو د خلکو او افغان ځواکونو له ځواب سره مخ شول.

امنيه قوماندان وايي، چې جګړه لا هم روانه ده، خو تر اوسه په کې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکول شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *