دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / خوست کې میشت وزیرستاني کډوال دې بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي

خوست کې میشت وزیرستاني کډوال دې بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي

پاکستان غواړي په خوست کې د شمالي وزیرستان مېشت کډوال بېرته دغه هېواد ته ور ستانه شي، خو د کډوالو استازي وايي، د پاکستان حکومت دې دوی د کډوالو د نړیوالو اصولو او قوانینو له مخې خپلو مېنو ته ور پریږدي. پاکستاني چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي، له افغان لوري سره تر خبرو اترو وروسته پتېیل شوې چې افغان ځواکونه به وزیرستان ته د تلونکو کډوالو لارہ کې خنډ نه جوړوي. پاکستاني چارواکي ظاهراً وزیرستان ته د کډوالو د نه ستنېدو د مسؤلیت ګوته افغان لوري ته نیسي، خو افغان حکومت او وزیرستاني کډوال یاده ادعا ردوي. په ورته وخت کې په خوست کې د وزیرستاني کډوالو مشران وايي، خپلو مېنو ته ځکه نه ستنېږي چې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مرستو ته اړتیا لري، خو د پاکستان حکومت یې مخه نیسي. په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله زرګونه کورنۍ د هېواد جنوب ختیځ ولایت خوست ته را کډه شوې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *