د ټرایبل نیوز سرچینې د راپور له مخې تیره ورځ اته بجې په وسلو سمبال کسانو د کوهاټ په توغ بالا سیمه کې د دغه هېواد د ای ایس ای څارګرې ادارې یو کارکونکي چې کامران نومیده د نامالومه وسلوالو په ډزو سره وژل شوی دی
پولیسو د مالوماتو له مخې یاد وژل شوي د ای ایس ای کارکونکي د سیالکوټ سره تړاو درلودو چې د تیر یو مال راهیسې یې په کوهاټ کې په خپله وظیفه بوخت وو خو پولیسو يي د وژل کېدو په تړاو د څه ویلو څخه ډ ډه وکړه
د ټرایبل نیوز نماینده سره په خبرو کې د تحریک طالبان پاکستان وسوالې ډلې د دره ادم خیل ویاند عبدالله منصور د یاد کس و وژل کېدو پخلۍ کړي دي او زیاته کړي ده چې د دوي د ملګرو له لوري وژل شوی دی