پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / خیبر پښتونخواه کې د یو لوړ رتبه چارواکې په موټر بمې چاودنه شوي ده

خیبر پښتونخواه کې د یو لوړ رتبه چارواکې په موټر بمې چاودنه شوي ده

نن سهار د خیبر پښتونخواه سر ښار پیښور دیر کالونۍ سېمه کې په یو موټر سایکل کې د وړاندي نه نصب شوي چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړل شوي ده دلمړي مالوماتو له مخې یاده چاودنه د حکومت په یو لوړ رتبه چارواکې په موټر شوي ده چې په ترڅ کې د موټر چلونکې په ګډون دوه نور کسان ژوبل شوي دي

د یاد برید مسؤلیت د ترهګرې ډلې جماعت الاحرار ویاند اسد منصور ټرایبل نیوز ته په یو رالیږل شوي بریښنالیک منلې ده او زیاتوي چې یاد برید يي په موټر سایکل کې د ځاي پر ځاي شوي باروته موادو په وسېله کړي دي

د یادونې وړ ده جماعت الاحرار او حزب الاحرار د خپلمنځې شخړو وروسته دا د دغه ډلې لمړۍ برید دی چې په ښار کې تر سره کوي چې دي سره یاده ډله د خپلو ترهګرو کړنو فعالیت ښکارندوي کوي
دا ډول بریدونه په یو ښار کې د پوره امنیتې تدابیرو سره سره د امنیتې ادارو په سر یو ستر ګواښ دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *