سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / پاکستان / داعشیان په دوامداره توګه له پاکستانه افغان خاورې ته دننه کېږي

داعشیان په دوامداره توګه له پاکستانه افغان خاورې ته دننه کېږي

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن له الجزیرې خبري چنیل سره په خبرو کې ویلي، چې داعشیان په دوامداره توګه له پاکستانه افغان خاورې ته دننه کېږي. هغه دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستیو کې نوموړی خپله هغو سیمو ته تللی وو، چې د داعشیانو د شتون وېره په کې ډېره ده. نیکولسن وایي، د کرښې هاغاړه د پاکستان په خاوره کې د داعش ډلې لپاره خوندي پټنځایونه هغه مساله ده چې افغان او ناټو ځواکونو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی، ځکه په خبره یې کله چې د کرښې دې غاړې ته ورباندې فشارونه ډېرېږي نو یاده ډله هغې غاړې ته اوړي چې دوی ورپسې هغې غاړې ته د تللو اجازه نه لري. په ورته وخت کې د هېواد د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، چې داعش ډله د کرښې له هغې غاړې تمویل او تجهیز کېږي. هغه زیاتوي څو پورې چې د ترهګرۍ جرړې ونه ایستل شي د ترهګرو له منځه وړل ګران کار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: