پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / داعش افراطې ډلې په ختېځ ولایت ننګرهار کې په یو سپین ږیري ناحقه حد جاري کړی

داعش افراطې ډلې په ختېځ ولایت ننګرهار کې په یو سپین ږیري ناحقه حد جاري کړی

دداعش وسله والې ډلې دننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ دوزیرو په تنګي سیمه کې په یوه سپین ږیري ناحقه حد جاري کړی.
یاد خبر دداعش وسلوالې ډلې لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی ؤ چې دغه سپین ږیري زناء کړې وه او ددې له امله یې دخلکو پر وړاندې سنګسار کړ .

د سیمې خلک وایي چې دغه سپین ږیري په یوه مجلس کې خبره کړې وه چې “په ځوانۍ کې له واده مخکې ترې زناء شوې وه خو بیا سخت پرې پښېمانه وم او الله ته مې په صدق توبه وویسته”

داخبره چا داعشیانو ته ور رسولې وه چې سپین ږیري زناء کړې، داعشیانو دغه سپین ږیری چې اوس یې واده هم کړی ؤ او لمسیان یې هم وو را ونیولو او په عام محضر کې یې سنګسار کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: