پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / داعش د پاکستان د استخباراتو په اشاره په افغانستان کې فعالیت کوي

داعش د پاکستان د استخباراتو په اشاره په افغانستان کې فعالیت کوي

افغان دفاع وزارت وايي، داعش په افغانستان کې د سیمې د استخباراتو په لارښوونه د خونړیو حملو مسوولیت په غاړه اخلي. دفاع وزارت وايي، داعش د نورو ترهګرو ډلو په څېر د سیمې او په ځانګړې توګه د پاکستان د استخباراتو په اشاره په افغانستان کې فعالیت کوي، خو وايي ګواښ‌ یې دومره جدی نه ‌دی. د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش همدا راز ویلي په افغانستان کې ډېری ترسره کېدونکې حملې ځکه داعش ته منسوبېږي چې دغه ډله قوي وښودل شي، خو واقعیت دا دی چې داعش ماته خوړلې ده. دده په وینا دلته شته وسله والې ډلې له پاکستانه تمویل کېږي او تجهیز کېږي، خو په دې وروستیو کې له سختې ماتې سره مخ شوې دي.  د رادمنش په خبره په افغانستان کې ډېری حملې د حقاني شبکې له لوري ترسره کېږي، خو یوازې مسؤلیت ‌یې داعش ډله مني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: