یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې داعش یا اسلامي دولت نومې ډله د افغانستان د ټالک په نوم کانونه په غېر قانوني ډول وباسي چې بیا پاکستان او له هغه ځایه بیا امریکا او د اروپایي اتحادیې هېوادونو ته رسېږي.
ټالک talc powder یو ډول پسته ډبره ده چې د ماشومانو د مخ پوډر ترې جوړېږي.
د ګلوبل وټنیس په نوم یوه مرکز له لوري خپور شوي راپور کې راغلي چې داعش ډله هر کال د دغو کانونو له ایستلو لسګونه زره ډالر ترلاسه کوي.
رویټرز اژانس چې دغه راپور یې لوستی لیکي چې راپور کې د افغانستان د کانونو د وزارت په حواله راغلي چې د روان کال تر مارچ میاشت پورې داعش پنځه لکه ټنه ټالک له افغانستانه بهر صادر کړي دي.
راپور کاږي چې د دغو صادر شویو نږدې ټولو ټالکو زیاته برخه پاکستان ته تللې چې له هغه ځایه بیا صادر شوي دي. پاکستان د امریکا درېیمه برخه ټالک برابروي.
نېک ډنوون چې ګلوبل وټنیس کې یو مدیر دی وایي چې ناخبره امریکایي او اروپایي کاروونکي په بې پامۍ د سختدریځو له تمویلولو سره مرسته کوي.
دغه راپور کې د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار ته اشاره شوې چېرته دغه منرال په زیاته اندازه شته. راپور کې ویل شوي چې داعش دغه ولایت کې د همدې کانونو پر سر له طالبانو سره په جګړه بوخت دی.
راپور کې د داعش د یوه لوړ پوړي قومندان له خولې لیکل شوي چې دغه ولایت کې د کانونو کنټرول ترلاسه کول زموږ لومړیتوب دی. قومندان ویلي چې موږ به په هر قیمت له مافیا څخه د دغو کانونو کنټرول ترلاسه کړو.
افغان امنیتي چارواکو ننګرهار ولایت کې د دوی له کنټروله بهر د ټالک او کرومایتو د کانونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
