شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / داعش وسله والو تورو بیرغونو په رسنیو کې ‌ډول ډول اندېښنې را پارولي دي

داعش وسله والو تورو بیرغونو په رسنیو کې ‌ډول ډول اندېښنې را پارولي دي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د امنیتي ځواکونو پر ټانګونو د داعش وسله والو تورو بیرغونو په خواله رسنیو کې ‌ډول ډول اندېښنې را پارولي دي. تصویرونه چې په جلال اباد کې د یو خبریال غازي عابد له لوري اخیستل شوي، پکې لیدل کېږي چې د امنیتي ځواکونو پر ټانګونو ملي بیرغ او د داعش وسله والو بیرغونه دواړه رپېږي. په خواله رسنیو کې د تصویر خپرېدو ډول – ډول غبرګونونه راپارولي دي، چې د داعش او حکومت پر اړیکو يې شکونه لا پياوړي کړي دي. ژورنالیست او شاعر اجمل اند له دې تصویرونو سره لیکلي، چې دی د دې بیرغونو په هدف نه پوهېږي، هغه لیکي: «دا سمبولیک څه دي او که یوازې غواړي د جلال اباد د خلکو سترګې د داعش له بیرغ سره روږدې کړي.» محمد نسیم هوتک په کړې تبصره کې دا داعش ډلې لپاره تبلیغاتې هڅه بللې او په وينا يې حکومت له دې لارې « د داعش ډلې رعب په خلکو کې اچوي.» تر دې وړاندې هم د طالب او داعشي وسله والو ترمنځ جګړو کې حکومت د داعشيانو په ملاتړ تورن شوی دی. د ننګرهار په خوږياڼو کې د جګړې په اوږدو ځايي خلکو څو ځلې له رسنیو سره حال شریک کړ، چې حکومتي چورلکې یوازې د طالبانو پر سنګرونو بمبار کوي او په لوی لاس غواړي د داعش پر وړاندې طالب کمزوری کړي. وړاندې تر دې هم د ولسي جرګې ګڼو غړو حکومت د داعش په پروژه کې شریک بللی و او څو ځلې يې امنیت شورا رسماً د داعش په ملاتړ ملامته کړه. په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم، پخپله وروستۍ مرکه کې داعش د طالبانو پر ضد جوړه شوې پروژه یاده کړه، چې په وينا يې کومه پایله يې ورنه کړه او بشپړ ناکامه شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: