جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / داعش ډله غواړي د سوریې سناریو په افغانستان کې هم عملي کړي

داعش ډله غواړي د سوریې سناریو په افغانستان کې هم عملي کړي

داعش ډله غواړي د سوریې سناریو په افغانستان کې هم عملي کړي. د روسیې د ملي امنیت مشر نیکولای پتروشف په ایران کې د سیمې د امنیت په اړه د څلورو هېوادونو غونډې ته ویلي، په افغانستان کې روان بحران نظامي حل نه لري، خو باید پر ځای یې پر سیاسي حل فکر وشي. د پتروشف په خبره دداعش ځينې غړي افغانستان ته تللي دي او غواړي هلته د پښې د ځای تر پیدا کولو وروسته د سوریې سناریو عملي کړي. دده په خبره د امریکايي ځواکونو له ۱۷کلن حضور سره سره په افغانستان کې وسله والې ترهګرې ډلې پیاوړې شوې دي او د افغانستان وضعیت یې تر پخوا بحراني کړی دی. هغه همدا راز ویلي چې وسله وال طالبان هم په افغانستان کې پیاوړي شوي او پر افغان ځواکونو یې مخامخ بریدونه پيل کړي دي. د پترشف په وینا په افغانستان کې د امریکا نظامي تګلارې ناکامې دي، نو ښه به وي چې له دې وروسته د افغان ستونزې د حل لپاره پر سیاسي لارو تمرکز وشي او د سیمې هېوادونو ته اجازه ورکړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *