چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / داعش ډله په عراق او سوریه کې په بشپړه توګه ماته شوې ده

داعش ډله په عراق او سوریه کې په بشپړه توګه ماته شوې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي افغانستان به بیا د ترهګرو په امن مرکز بدل نه شي. نوموړي چې پرون یې د جهان د اقتصادي فورم په کنفرانس کې خبرې کولې ویلي، چې له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی او ژمنه کوي چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو په امن مرکز بدل نه شي. دده په وینا ترهګرو ته به اجازه ور نه کړي چې په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړي او له هغه ځایه د انسانو وینې تویې کړي او جګړې وکړي. نوموړي په دغه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې امریکا له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمنه ده او په ټوله نړۍ کې ددغه پدیدې پر وړاندې مبارزه کوي. د ټرمپ په خبره داعش ډله په عراق او سوریه کې په بشپړه توګه ماته شوې ده او همدا راز به په نورو برخو کې هم له ماتې سره مخ شي. ټرمپ ویلي چې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو پر وړاندې هم اقدامات کوي او پر دوی ددې کار له امله فشارونو ته ادامه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *