شنبه , مې 30 2020
کور / خبرونه / بين المللي / داعش ډلې د یو سړي نه غورځونکی بم جوړ کړی

داعش ډلې د یو سړي نه غورځونکی بم جوړ کړی

د داعش ډلې له لوري خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې یادې ډلې د سوریې په یرموک ښار کې له یوه نیول شوي سوریایي سرتېري څخه توغندی جوړ کړی او بیا یې چاودنه ورکړې ده.
د برتانوي سن رسنۍ د راپور له مخې، نیول شوی سرتېری یې په رسیو (پړو) ټینګ تړلی، بارود یې ورسره ایښي او بیا یې سر کښته او پښې پورته یرموک ښار کې له یوې ودانۍ څخه لاندې راغورځولی دی.
تصویرونو کې لیدل کېږي چې دغه شخص چاودنه کوي.
یرموک ښار پلازمېنې دمشق ته نږدې دی.
دا د داعش له لوري د انسانانو د وژلو نوې طریقه ده. وړاندې دوی د افغانستان په ګډون په نورو هېوادونو کې د وژلو بېلابېلې طریقې ازمایلې دي.
ژوندي سوځول، په بمونو کېنول او نورې طریقې په کې شاملې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: