چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان دنيمروز والي ويلي، هلته د ايران د عملياتو خبر درواغ دی

دافغانستان دنيمروز والي ويلي، هلته د ايران د عملياتو خبر درواغ دی

د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې د نیمروز والي په دغه سیمه کې د یوه ایراني یرغمل د خوشي کولو لپاره د ایران د سپاه پاسدران د ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو خبر رد کړ. د یکشنبې په ورځ د ایران د تر ټولو پیاوړي ځواک سپاه پاسدران د بهرنیو عملیاتو د ځانګې قدس لېوا قومندان محمد ماراني وویل، چې ځواکونو یې د یوه ایراني انجینر د ژغورلو لپاره د افغانستان په خاوره( نیمرزو ولایت) کې عملیات کړي او پنځه یرغملګر یې هم نیولي دي.
خو د نیمرز والي محمد سمیع تسل د دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې افغان پوله ساتي به هیڅکله هم بهرنیانو ته د افغانستان په خاوره کې د عملیاتو اجازه ور نه کړي. هغه وویل چې نه کوم یرغمل د ایران له خاورې افغانستان ته لېږدول شوی او نه هم ایراني ځواکونو په افغان خاوره کې عملیات کړي دي.
هغه زیاته کړه چې نیمروز ۲۳۶ کیلومتره ګډه پوله له ایران سره لري او د دې خبر له خپرېدلو وروسته یې له ټولو افغان پوله ساتو سره خبره کړې: “د هغوی د معلوماتو له مخې هیڅ داسې پېښه نه ده شوې چې په خبر کې راغلې ده”.
د ایران د سپاه پاسدران د ځمکنیو ځواکونو قدس ځانګه وايي، چې د جهاد نصر شرکت یو انجینر د لیندۍ پر ۲۳ د ایران د زابل او هامون ښارونو ترمنځ یرغمل شوی او یرغملګرو د افغانستان نیمرزو ولایت ته لېږدولی و.
خو د نیمروز والي تسل ټینګار کوي چې کوم داسې ایرانی انجینر د ایران د زابل او هامون ښارونو ترمنځ تښتول شوی نه دی چې د افغانستان خاورې ته لېږدول شوی وي.
د هغه په خبره، د داسې چا لپاره چې یرغمل شوی نه وي د خوشي کولو لپاره یې عملیاتو ته اړتیا نشته. د نوموړي په اند، ایراني چارواکو دا خبر په “تېروتنه” خپور کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: