سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان مرکزي بانک په خپلووطن والو غږ کړي چې په کلداره او تومان دې راکړه ورکړه نه کوي

دافغانستان مرکزي بانک په خپلووطن والو غږ کړي چې په کلداره او تومان دې راکړه ورکړه نه کوي

مرکزي بانک وايي خلک دې په خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو کې له کلدارو او تومان استفاده نه کوي. مرکزي بانک ویلي، چې د اسعارو په نړیوالو بازرانو کې د کلدارې او تومان نرخ ثابت نه دی، نو هغه افغانان چې له دې درکه زیان کوي مسوولیت یې د مرکزي بانک پر غاړه نه دی. د مرکزي بانک چارواکو ویلي چې دمګړی د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ډېری راکړه ورکړه په کلدارې او همدا راز په لودیځو ولایتونو کې بیا په ایراني تومان سوداګریز کارونه تر سره کېږي. چارواکي له خلکو غواړي چې په جدي توګه دې دغه مسئلې ته پام وکړي او په خپل کاروبار کې دې تومان او کلداره نه کاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: