شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان ملي امنيت د حقاني شبکې يوه ډله نيولې

دافغانستان ملي امنيت د حقاني شبکې يوه ډله نيولې

دافغانستان ملي امنيت په پکتيا ولايت کې د حقاني شبکې يوه پنځه کسيزه ډله نيولې، په دې اړه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې يادو وسله والو په بېلابېلو پيښو کې لاس درلود، خو نور ډېر جزيات يې په اړه نه دي ورکړل شوي.
په افغانستان کې داسې مهال د حقاني شبکې د يوې وسله والې ډلې د نيولو خبر مخې ته راځي، چې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو په سر پاکستان سره د امريکې خبرې د لفظي جنګ تر پولو رسېدلې دي.
بلخوا په پروان کې د نا مسوولو وسله والو يو ډلمشر هم وژل شوى دى. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري خپره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *