دننګرهار ولايت سیمه یزه چارواکي وايي په خوږياڼو ولسوالۍ کې يو موټر بم مخکې له چاودنې کشف او لمنځه يوړل شو. د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفينو يو کرولا ډول موټر کې چاودونکي توکي ځای پر ځای کړي و او غوښتل، چې پر عمليات کوونکو ځواکونو بريد وکړي، چې موخې ته له رسيدو وړاندې د پوليسو له لوري ياد موټر کشف او د ملي اردو انجينرۍ ټیم له لوري لمنځه يوړل شو.
بله لور ته پوليسو د خوږياڼو ولسوالۍ سرې کلا سيمه کې اته فيره د هاوان مرمۍ او يو د وسايطو ضد ماين مخکې له چاودنې کشف او لمنځه وړي دي. دغه راز په ورته وخت کې امنيتي ځواکونو په ياده ولسوالۍ کې د چاڼيزو علمياتو پر مهال يو ميل کلاشنکوف او مرمۍ کشف او ترلاسه کړي دي.
دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ د دغه ولایت د ښار په يوې څنډه کې په مقام خان هدیره کې د يوې چاودنې له امله لسګونو عامو وګړو ته مرګ ژوبله ورسېده.