یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / دايران روانې مظاهرې ورځ تر بلې په تاو تريخوالي بدلېږي

دايران روانې مظاهرې ورځ تر بلې په تاو تريخوالي بدلېږي

سره له دې چې د ایران حکومتي رسنۍ د تهران او اصفهان په ګډون لویو ښارونو د ارامېدلو خبره کوي، خو رپوټونه وايي، چې لا هم په څو ښارونو کې مظاهرې روانې دي. د ایران دولتي رسنۍ وايي، د اصفهان ښار په لنجان ولسوالۍ کې د پولیسو قومندانۍ باندې برید شوی دی.
د ایران تلوېزون بریدګرو ته د بلواګرو نوم کاروي او وايي، چې کوم پولیس ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د کرج ښار شمال کې هم د شپې وروستیو ګړیو کې د امنیتي ځواکونو او لاریونوالو ترمنځ تیت پرک جګړه شوې ده.
ویل کېږي لاریونوالو د حکومت ضد شعارونه ور کول او د پاچاهي نظام غوښتنه یې کوله. له خرام اباد، ماهشهر او ایذه هم د ورته مظاهرو خبرونه خپاره شوي دي.
تهران کې تېر ماښام د تیارې په خورېدلو سره د پولیسو ځانګړي کنډکونه په هغو سیمو کې مېشت شوي چې وړمه شپه پکې نارامي وه. د خپرو شویو انځورونو له مخې، د اصفهان په خمیني شهر، د حوزستان په ابادان او سلیمان مسجد او د ختیځ اذربایجان په تبریز کې هم مظاهرې ليدل کېږي.
داسې انځورونه هم خپاره شوي چې لاریونوال پکې د امنیتي ځواکونو پر موټرو برید کوي. د کوردستان په سنندج کې هم د ډېرو خلکو مظاهره لیدل کېږي. حکومتي ادارې وايي، چې د تېرو پنځو ورځو مظاهرو کې ۲۱ کسان وژل شوي دي.
په ایران کې تلیګرام خواله رسنۍ لا هم له محدودیت سره مخ ده. په ایران کې دا مظاهرې تېره پنجشنبه د مشهد له لاریون وروسته پراخې شوې. لاریونوالو د خوراکي توکو د ګراني له امله اعتراض وکړ، خو وروسته نورو ښارونو ته په غځېدلو پسې سیاسي رنګ ور کړل شو.
ډېرو مظاهرو کې د ایران د نظام او د دغه هېواد د مذهبي مشر خلاف شعارونه ور کول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: