شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / دايران په روانو مظاهرو کې ګڼ کسان مړه او ژوبل دي

دايران په روانو مظاهرو کې ګڼ کسان مړه او ژوبل دي

د ايران دولتي ټيلي ويژن ويلي د حکومت پرضد روانو احتجاجي مظاهروکې ۱۲تنه وژل شوي دي، او حسن روحاني ويلي چې امنيتي ځواکونه به د ګډوډي جوړونکو پرضد سخت ګامونه اخلي.
په ايران کې د تېرې اوونۍ راهسې د حکومت پرضد احتجاجي مظاهرې دوام لري چې پکې تراوسه پورې په سلګونو کسان نيول شوي دي.
په ايران کې دغه مظاهرې د ټولنٍیزې بدحالۍ په ضد دي چې ايران په شام، عراق او يمن کې دولتي پوځ کاروي او په سيمه کې د خپل اثر سېوا کولو لپاره د سعودي عرب سره په جګړه بوخت دی.
دولتي رسنيو ویلی ” ځينو وسله په لاس مظاهره چيانو د پولیس سټېشنو او پوځي مرکزونو په ولقه کې اخستو هڅه کړې خو امنيتي ځواکونو هغوی دغسې کړنو ته نه دي پرېښودي”.
ايراني ولسمشر حسن روحاني ویلي، حکومت به يې ټولنيزه بې ثباتي جوړونه او د عامه ملکيت ويجاړول ونه زغمي.
پارلیماني مشرانو ته په وېنا کې حسن روحاني په امريکا، اسرايل او ځانګړي ډول سعودي عرب باندې تور لګولی چې په ايران کې بدامنۍ ته لمن وهي.
خو د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايران د صدر څرګندونې رد کړي او ويلي يې دي دا په ايران کې د بدلون وخت دی. صدر ټرمپ وړمه ورځ هم د ايران په حکومت نيوکې کړي چې پرامنه مظاهره چيانو ته يې د يو بل سره د اړيکو لپاره په ټولنيزو رسنيو بنديز لګولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: