دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / دا پرېکړه به بهرني سفارتونه کوي،چې څوک بریالي اوڅوک ناکامه دي؟

دا پرېکړه به بهرني سفارتونه کوي،چې څوک بریالي اوڅوک ناکامه دي؟

دحزب اسلامی ګوند مشر دیوې نوې جوړې شوې غونډې په مهال تیره ورځ جمعه ویلي چې دافغانستان منتخب کاندیدان تربهرني سفارتونو پورې محدود شوی دي. حکمتیار تیره ورځ جمعه د “مجمع بزرگ وحدت ملی” په نوم غونډه کې ویلي چې د ټاکنو منتخب استازي یواځې دهیواد د۳۶ فیصده خاورې استازيتوب کوي ،خوهغه هم دبهرنیو سفارتونو ترویش پورې محدود دی. نوموړي دسپینوخبروپه کولوسره ويلي چې دانتخاباتو مستقل کمېسیون د وړلو یا ناکامه کیدلو انتخبات دخلکو تر رایوپورې نه دي محدود ،بلکې په دې به بهرني سفارتونه فیصله کوي چې څوک بریالی اوڅوک ناکامه کړي. یاده غونډه د کې دحزب‌‍ اسلامی مشر گلبدین حکمتیار، حزب محاذ ملی، حزب افغان ملت، حزب مشارکت ملی، حزب نهضت همبستگی افغانستان، شورای انسجام جمعیت اسلامی ځینې نور ګوندونه غړیتوب لري چې دتیرې پنجشنبې په ورځ کابل کې پیل شوې . یاده غونډه ددې لپاره جوړه شوې چې په هیواد کې شفاف انتخابات ،سوله او امن په اړه یوه قاطع دریځ ورغوي ،ترڅو دراتلونکي افغانستان په اړه اصلاحات راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *