یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / دبلوچستان په چمن ښار کې دوه چاودنې شوې دي

دبلوچستان په چمن ښار کې دوه چاودنې شوې دي

د بلوچستان په چمن ښار کې د بارودي موادو دوو چاودنو کې د دوه پوليس او يو ملېشې سرتيري په ګډون لږ تر لږه اووه تنه ژوبل شوي دي. د قلعه عبدالله ضلعې د پوليسو مشر (ډي پي او) جاوېد غرشين پخلی کړی چې د ضلعې مرکز چمن د ګڼې ګوڼې په بازار مال روډ باندې د پوليس ضلعي مشر د دفتر لپاره جوړېدونکې ودانۍ کې د چاودېدونکو موادو دوه چاودنې شوي دي.
د نوموړي په وېنا اول يوه چاودنه شوې او چې امنيتي سرتيري او امدادي ټيمونه موقعې ته وررسېدلي نو بله چاودنه پرې شوې ده.
پېښه کې ژوبل کسان د چمن سېول روغتون ته وړل شوي دي.
د سېول روغتون مشر ډاکټر اختر لودهي ويلي په ژوبلو کې د څلورو تنو روغتيايي حالت مرګونی دی. په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې. چمن د افغانستان سره په لګېدلې نامنلې پوله د پاکستان د بلوچستان صوبې وړوکی ښار دی.
چمن کې د بارودي موادو چاودنې پاکستان کې د کال ۲۰۱۸م لمړۍ چاودنې دي. په کال ۲۰۱۷م کې د نورپاکستان ترڅنګ بلوچستان صوبه د بدامنۍ سره مخ پاتې شوې د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ترڅنګ پکې په وروستيو کې کوټه کې د عيسايانو کليسا هم د ترهګرو د بريد ښکار ښوې وه.
بلوچستان کې په تېر کال کې څو لوړ پوړي پوليس چارواکي په ترهګرو بريدونو کې په نخښه کړل شوي دي. په ترهګرو بريدونو کې د قلعه عبدالله ضلعې د پوليسو مشر عبدالله ساجد مومند، ډي ايي جي کميونيکېشن حامد شکيل، اېس پي محمدالياس او اېس پي مبارک شاه وژل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: